
ایکنا د «صدی البلد» له قوله راپور راکړی، شپږ کاله وړاندې د مصر مشهور قاري او د قاریانو او حافظانو د اتحادیې مشر، شیخ محمد محمود طبلاوي، د ۲۰۲۰ کال د مئ په ۵ نېټه، چې د غوایي د میاشتې له ۱۵ سره برابره وه، د ۸۶ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
شیخ طبلاوي د مصر له ځانګړي سټایل لرونکو او نامتو قاریانو څخه و، چې د «نقیب القراء» په نوم مشهور و او له شپېتو کلونو زیات ئې په دې ډګر کې فعالیت کړی و.
هغه د ۱۹۳۴ کال د نومبر په ۱۴مه د جیزې ولایت په میت عقبه سیمې کې وزېږېد. طبلاوي په ۹ کلنۍ کې ټول قرآن حفظ کړ او د هغه د تلاوت شهرت پراخ شو. دا مشهور مصري قاري په ۱۲ کلنۍ کې د مشرانو، چارواکو، مخورو شخصیتونو او مشهورو کورنیو د یادغونډو مراسمو ته د رادیو له مشهورو قاریانو سره یوځای بلل کېده. لا تر ۱۵ کلنۍ مخکې ئې د قاریانو ترمینځ لوړ مقام پیدا کړ؛ هماغه وړاندوینه چې د هغه نیکه ئې پلار ته کړې وه، پوره شوه چې لمسی به ئې حافظ او قاري شي.
هغه تر ۱۰۰ زیاتو هېوادونو ته سفرونه وکړل، خو هغه سفر چې تل ئې په ذهن او زړه کې پاتې شو، سعودي عربستان ته سفر او د اذان نه مخکې د کعبې دننه تلاوت و، ځکه هغه یوازینی قاري و چې د کعبې د دیوالونو ترمنځ یې د قرآن تلاوت کړی و.
د هغه د وفات په ورځ، د قرآن د حافظانو د روزنې یو مرکز د هغه په نوم ونومول شو. د قاریانو اتحادیې هم اعلان وکړ چې د هغه د میراث او مقام د درناوي لپاره ځانګړي مراسم برابروي.
لاندې ویډیو د شیخ محمد محمود طبلاوي د یونس مبارکې سورې د ۸۴ تر ۸۶ آیتونو تلاوت پورې اړه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4350553